د فلسطین جمهور رئیس لۀ پاپ سره لیدلي دي

د فلسطین جمهور رئیس لۀ پاپ سره لیدلي دي
دواړو مشرانو پدې لیدنه کې چې ډیره ګټوره وه د بیت المقدس د برخلیک ، د فلسطین او واتیکان ترمنځه په اړیکو او د دواړو هیوادونو په متقابلو ګټو خبرې وشوې.
دواړو مشرانو پدې لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ورور او نورو ادیانو پلویان د یو بل په څنګ کې د سولې او ثبات په فضا کې ژوند کولو ته باید ټول وهڅول شي.
(2021 / 11 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د واتیکان د رسنیو دفتر ویلي دي چې د فلسطین ولسمشر محمود عباس د رسمي سفر په ترڅ کې واتیکان ته راغلی وو او د پاپ فرانسیس سره لیدنه وکړه.
دواړو مشرانو پدې لیدنه کې چې ډیره ګټوره وه د بیت المقدس د برخلیک ، د فلسطین او واتیکان ترمنځه په اړیکو او د دواړو هیوادونو په متقابلو ګټو خبرې وشوې.
دواړو مشرانو پدې لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ورور او نورو ادیانو پلویان د یو بل په څنګ کې د سولې او ثبات په فضا کې ژوند کولو ته باید ټول وهڅول شي.
اړوند موضوعات:
د فلسطین لومړي وزیر د اروپايي ټولنې لۀ مشرانو سره کتلي دي
همداشان پدې لیدنه کې د اسرائیل او فلسطین ترمنځه د سولې د بهیر په اړه هم خبرې وشوې. پدې مسئله کې د نړۍوالې ټولنې د قوي ملاتړ سره د دوو خپلواکو دولتونو په حل لارې ټینګار وشو. همداشان دې حل لارې ته د رسیدو په خاطر د مذاکراتو له سره په پیلولو ټینګار وشو.
پاپ وویل چې بیت المقدس د نښتو ځای ندی بلکې د سولې او ورورولۍ مکان دی. دا باید پدې ډول معرفي شي.
د دریو ابراهیمي دینونو لپاره مقدس ددې مکان ځانګړی هویت باید حفظ کړی شي .
دواړو مشرانو وویل چې د سولې لپاره باید د نښتو او وسلو نه کار وانخیستل شي. د هر ډول تندلارۍ او افراطیت پر وړاندې په مبارزې ټینګار وکړ.






