د فلسطین لومړي وزیر د اروپايي ټولنې لۀ مشرانو سره کتلي دي

د فلسطین لومړي وزیر د اروپايي ټولنې لۀ مشرانو سره کتلي دي
د اروپايي ټولنې د شورا رئیس د فلسطین د لومړي وزیر سره د لیدنې په اړه د ټولنیزې مډیا له لارې پیغام خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې ” پدې لیدنه کې مو د یو خپلواکه فلسطین د دولت د جوړولو د هلو خلو نه د اروپايي ټولنې د ملاتړ او سیمې په اړه خبرې وکړې. اروپايي ټولنه د دوو دولتونو د حل لارې ه ملاتړ کوي او خپل ملاتړ مو یو ځل بیا تایید کړ. ”
(2021 / 10 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د فلسطین لومړي وزیر محمد اشتیه وویل چې د اروپايي ټولنې د شورا رئیس چارلس میشل او ارپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیتي سیاست عالي استازي جوزیف بوریل سره په بروکسل کې لیدنه وکړه.
د اروپايي ټولنې د شورا رئیس د فلسطین د لومړي وزیر سره د لیدنې په اړه د ټولنیزې مډیا له لارې پیغام خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې ” پدې لیدنه کې مو د یو خپلواکه فلسطین د دولت د جوړولو د هلو خلو نه د اروپايي ټولنې د ملاتړ او سیمې په اړه خبرې وکړې. اروپايي ټولنه د دوو دولتونو د حل لارې ه ملاتړ کوي او خپل ملاتړ مو یو ځل بیا تایید کړ. “
همداشان بوریل د نوموړې لیدنې په اړه ویلي دي چې پدې لیدنه کې مو د فلسطین د خلکو او فلسطین د خپلواکه دولت جوړولو د هلو ځلو نه مو د ملاتړ په اړه خبرې وکړې.
هغه وویل چې اروپايي ټولنه د اسرائیل او فلسطین د ستونزې د حل په خاطر د دوو دولتونو حل لارې په خاطر د سولې د مذاکراتو د بهیر د راژوندي کولو په خاطر د مهمو لیدونو کتنو نه پوره ملاتړ کوي.
هغه وویل چې دې هدف ته د رسیدو په خاطر د منځني ختیځ څلور اړخیز له سره د پیلولو په خاطر د ټولو خواوو سره په ګډه کار کولو ته چمتو یو.
بوریل وویل چې د فلسطین د لومړي وزیر سره په لیدنه کې د سیمې په وروستیو حالاتو او وضعیت ، د فلسطین په خاوره کې د اسرائیل تر اشغال لاندې په سیمو کې د نوو ښارګوټو د جوړولو ، ددې ښار ګوټو د جوړولو په خاطر فلسطیني وګړي په زور سره د خپلو کورونو نه د ویستو او د بعضو کورونو ورانولو او په غزه کې د وخیم انساني تراژیدۍ او وضعیت په اړه خبرې وکړې . هغه په سیمه کې د روانو پرمختګونو په اړه اندیښنه وښوده.
همداشان هغه وویل چې اسرائیل د فلسطین ۶ د بشري حقونو بڼسټونه د ترهګرو په لست کې شامل کړي دي چې دې مسئلې هم د اروپا جدي اندیښنې پارولي دي. اروپايي ټولنه به دا مسئله د ټولو اړخو سره وڅیړي.






