د ټولې نړۍ په نسبت پاکستان کښې پیټرول ارزان دي: عمران خان

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې په پنځو کالو کې به معلومه شي چې پاکستان کې غربت کم شوى دى او که نه، خان اوویل چې په اول ځل د اوږدې مودې منصوبه بندي کوو.
خان دا وینا په اټک کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې کړې ده، هغه اوویل چې هر حکومت خپل لومړیتوبونه لري، هغه زیاته کړه چې په لسو کلونو کې لس بندونه جوړوو ، نوموړی اوویل چې د بهرنیو هیوادونو کښې چې کوم پاکستانیان مزدوري کوی دهغوی هم د خپل په پرمختګ کښې ډیر اهم رول دي او د بهرنیو ملکونو د پاکستانیانو د ګټې سره به هم په دې هیواد کښې ښه پرمختګ وشي.
عوامي غونډی ته هغه اوویل چې ګراني په ټوله نړۍ کې رامنځ ته شوی او د ګرانۍ نه به زمونږ هیواد او اولس ډیر زیات بد اغیزمن شوې دې. د کورونا وبا په وجهد لګول شوي لاک ډاون په وجه د خلقو کاروبار ډیر بد متاثره شوې دې، هغه زیاته کړه چې حکومت نن سبا ۴۵۰ ارب روپې خساره په خپله برداشت کوي.
خان اوویل چې په نړۍ کښې تر ټولو ارزانه پټرول په پاکستان کې دي، هغه زیاته کړه چې په احساس کارډ کې په اوړو، غوړیو او دالونو ۳۰٪ سبسایډي ورکوي او عام اولس له د سود پرته کور جوړولو لپاره قرضه هم ورکوي.
وزیراعظم عمران خان اوویل چې حکومت په پنجاب کې ۳۳۰ اربه روپۍ ورکوي چې دا به د عام اولس لپاره په پرمختیایی منصوبو خرچ کړې شی، خان زیاته کړه چې د مارچ تر میاشتې پورې به په پنجاب کې هرې کورنۍ ته د روغتیا بیمې کارت هم ورکړې شي چې دوی ته د صحت بنیادی سهولت او اسانتیاوي ورکړې شي.
د عمران خان د ذکر شوې وینا او بیان نه وړاندې هغوی په اٹک کې د مور او ماشوم روغتون پرانسته وکړه او د پنجاب وزيراعلي او د روغتيا وزير او د پنجاب د صحت وزارت ستاینه ی هم وکړه. هغه وويل چې لرې پرتې سيمې د ماشوم پیدا کیدو په وخت د علاج سهولت او اسانتیاوو ته اړتیا لری او د اټک د مور او ماشوم دغه روغتون به د اټک اولس ستونز هواري کړي.
خان اوویل چې د کم پرمختللو سيمو د سوکالۍ لپاره کار کول د پي ټي آیی حکومت لومړيتوب دی او کمزورې طبقې او کم پرمختللې سيمې بايد پرمختګ وکړي ، خان اوویل او زیاته ی کړه چې هم دا زمونږ بریا ده چې ورسته پاتې شوې علاقې او اولس مخ په وړاندې ترقي وکړی او دوی خوشحال ژوند تیر کړي.





