ډاکټر نورالحق قادري دعراق سفیر سره ملاقات کړې دې
باغی ټي وي رپورټ
د مذهبي چارو وفاقي وزير ډاكټر پير نور الحق قادري د عراق سفير سره ملاقات کړې دې ، د شيخ عبد القادر جيلاني دعرس په موقع د ويزو جاري كولو او سېلګروته آسانتیاوې ورکولو په موضوع ګانو خبرې اترې شوی دي.
د اې پي پي یو خپور شوي راپور مطابق د مذهبي چارو وفاقي وزير ډاكټر پير نور الحق قادري نن د جمعې په ورځ په پایه تخت اسلام آباد كښې د عراق سفير حامد عباس لفته سره لیدنه کړې ده.
په دې ملاقات کښې دشيخ عبد القادر جيلاني د عرس په موقع د ويزو جارې كولو په موضوع خبرې اتری شوي دي، هغه خلق او سېلګري چې غواړی د عرس کښې د شرکت لپاره لاړ شی ،هغوی لپاره اساتیاوې ورکول او نور سهولتونه ورکول په اړه ټینګار وشو.
د مذهبي امورو وزارت وياند له مخې وفاقي وزير د عراق سفير سفارش کړې دې چې د ګیاروي شریف عرس په موقع دوی ته ۵ زره ویې جاري کړي.
وفاقي وزير ووئيل په دې موقع عاشورہ او اربعين په شان ګياروې شريف په موقع د پاكستاني سېلګرو آسانۍ به باوري كولې شي، په دې موقع د عراق سفير ژمنه وکړه چې دوی په د پاکستان سیلګرو ته سهولتونه او اسانتیاوي ورکړي.