په ګرانۍ دې پارلیمان کښې څیړنه وشي: خواجه محمد آصف

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم لیک ن د قومي اسمبلۍ غړې او مشر خواجه محمد آصف غوښتنه کړې ده چې به ملک کښې د روانې ګرانې په اړه دې په اسمبلۍ کښې خبرې وشي.
هغه اوویل چې په ملک کښې دې د چينو او غنمو سكينډل د پلټنو رپورټس د ايوان په مخکښې وړاندې کړې شي او دوی دا هم زیاته کړې چې د تحريك لبيك سره شوې لوظنامو تفصيلات نه دې هم د پارلیمان خبر کړې شي.
د اې پي پي یو رپورټ مطابق د جمعې په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته خواجه آصف ووئيل چې پټرول بيعه كښې اضافه شوې د او ګراني د آسمان سره خبرې كوي۔
خواجه آصف اوویل چې مونږ د وګړو مسئلې حل كولو آواز پورته کوو، کار کوو او ستونزو لرې كولو لپاره راغلې يو، د حکومت د ګرانۍ په پالیسۍ ی سخت ټکونه وکړل او وی ویل چې چيني 160روپۍ يو كلو ته رسيدلې ده او په دې ګرانۍ دې دا ایوان نوټس واخل او غریب عوام له دې ریلیف ورکړي.
خواجه آصف دا هم اوویل چې حكومت دې د تحريك لبيك پاكستان سره د شوې معاهدې تفصیل او ددې معاهدې په اړه دې ایوان خبر کړي او دلته دې په دې موضوع خبرې وشي.
نوموړی زیاته کړه چې مونږ ټول خپلو ووټرانو له ځواب ورکوونکی یو او باید مونږ عوام له ځواب ورکړو چې په ملک کښې څه روان دي. هغوی زیاته کړه چې د قامی سلامتیا په اړه باید ایوان ته بریفنګ ورکړۍ شي .






