افغان اولس ته ۲۰۲ ټنه خوراکي توکي او داروګان ولیږل شول

0
173

باغي ټي وي رپورټ
افغانستان کښې د ژمې د پیل کیدو سره سم د افغان غریب اولس ستونزې زیاتې شوي دي ، افغان ماشومان او میرمنې په دې سخت ژمې او یخنې کښې د ژوند سختو ستونزو سره مخ دي.

په داسې وخت کښې د پاکستان حکومت او اولس د طرف نه د افغان اولس لپاره د بشري مرستو نه ډک ټرکونه د افغانستان بیله بیلو ولایتونو ته لیږ شوي دي. دا بشري مرستې د پاک افغان همکارۍ ټولنې له اړخه افغان اولس ته ډالۍ کړې شي.
د پاک افغان د همکارۍ ټولنې له اړخه وسه پورې په زرګونو ټنه بشري مرستې چې پکښې خوراکی مواد ، داروګان ،کمبلې او د ژوند نور ضروري سامان شامل وو ، افغانستان ته لیږل شوي دې.
په کرم ضلع کښې د خرلاچي بارډر په لار افغان اولس لپاره د ۲۰۲ ټنو نه ډک خوراکی مواد او نور داروګان افغان اولس ته ولیږ شول. دا بشري مرستې د امارت اسلامی افغان چارواکو ته ورکړې شوی، افغان چارواکو په دې موقع د پاکستان او د پاکستان اولس ستاینه وکړه چې په دې سخت وخت کښې ی دوی سره مرسته وکړه.
د یادونې ده چې په دې بشري مرستو کښې دال ، چینې ، وړه ، غوړي او داروګان هم شامل وو کوم به چې د افغانستان مختلف ولایتونو او ولسولیو ته ورسول شی او په اړمنو کورنیو به اویشل شي.

Leave a reply