روسیه: د نشه يي موادو او ترهګریزو فعالیتونو لۀ امله لۀ افغانستان څخه دوی ته خطر متوجه دی

روسیه: د نشه يي موادو او ترهګریزو فعالیتونو لۀ امله لۀ افغانستان څخه دوی ته خطر متوجه دی
تر دې وړاندې هم د سیمې ځینو هېوادونو لۀ افغانستان څخه دوی ته د خطر خبر ورکړی ؤ؛ خو د ا.ا.ا بیا د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړی ؤ چې لۀ افغانستان څخه به هېچا ته خطر پېښ نشي او نۀ به هم د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارېږي.
(2021 / 11 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه روسیې ته د متوجه ګواښونو له کبله اندېښنه ښودلې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا وایي چې د نشه یي توکو او ترهګریزو بریدونو له پلوه لا هم له افغانستان څخه دغه هېواد ته ګواښونه متوجه دي او د طا لبانو د حاکمیت باوجود لا هم په دغو ګواښونو کې هېڅ کمی نه دی راغلی.
اړوند موضوعات:
روسیې او تاجکستان افغان پولې ته نیږدې نظامي تمرینات پیل کړي دي
روسیه همداراز په سیمه کې د پوځي اډو د جوړېدو لپاره د امریکا هڅې د بې ثباتۍ عامل بولي او وايي چې دا چاره ورته د منلو نه ده.