د ترکیې ولسمشر وايي چې تر راتلونکي کال پورې به د ترکیې اقتصادي وده لا پیاوړې شي

د ترکیې ولسمشر وايي چې تر راتلونکي کال پورې به د ترکیې اقتصادي وده لا پیاوړې شي
ولسمشر اردوغان زیاته کړې ده چې په نړۍواله کچه تورم ، اقتصادي مشکلاتو، په غدايي توکو او نورو په تدارکاتو کې رامنځته شوو سترو خنډونو په ځانګړې توګه په لویديځه نړۍ کې توکمپالۍ، تبعیض، اسلام دښمنۍ او بهرنیانو سره دښمنیو کچه ښه پسې لوړه کړې ده.
(2021 / 11 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د روان کال په پای کې به انشاالله چې د ترکیې اقتصادي وده لوړه شي.
هغه وویل چې انشاالله چې ترکیې ته به د تولیداتو ، صادراتو، پانګه اچونې او استخدام پر بڼسټ پرمختګ او ودې ته دوام ورکړو.
ولسمشر اردوغان د ترکوواز مډیا لخوا جوړې شوې ( ترکیه ۲۰۲۳ ) تر نامه لاندې غونډې ته ویدیويي پیغام استولی دی.
ولسمشر اردوغان پدې پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ″ په تیرو دوو کلونو کې د په نړۍ کې د کرونا ویروس پر خلاف مبارزه لا زیات امیدواره شوې ده.
په ترکیه کې مو د روغتیا، ټرانسپورت، پوهنې او سوداګرۍ په ګډون پّ یو زیات شمیر برخو کې د حالاتو د نورمالولو په خاطر د بعضو مهمو ګامونو په اوچتولو پیل کړی دی. پوره باور لرم چې د واکسین او تداوۍ په برخه کې د نوو لارو او چارو د موندولو سره به دا بهیر لا پسې ګړندی شي، لا چټک او کوټلي ګامونه به اوچت کړو.
همداشان د پراخې وبا ناروغۍ د کنټرول لاندې د راوستو نه وروسته دا ځل نړۍ د همدې وبا ناروغۍ له کبله د جدي نورو ستونزو سره مخامخیږي.″
ولسمشر اردوغان زیاته کړې ده چې په نړۍواله کچه تورم ، اقتصادي مشکلاتو، په غدايي توکو او نورو په تدارکاتو کې رامنځته شوو سترو خنډونو په ځانګړې توګه په لویديځه نړۍ کې توکمپالۍ، تبعیض، اسلام دښمنۍ او بهرنیانو سره دښمنیو کچه ښه پسې لوړه کړې ده .
ددې تهدیدونو په مقابل کې د ترکیې په توګه د خپلو لومړیتوبونو ، منافعو او هدفونو په چوکاټ کې سیاستونه تولیدوو او پلي کوو. همداشان د دولت لخوا پانګه والو د ورکړ شوي تشویق سره په یو زیات شمیر ښارونو کې د تولیداتو مرکزونه او نوي تاسیسات جوړ شوي دی.
ولسمشر اردوغان وویل ترکیې د کرونا ویروس د نړۍوالې وبا ناروغۍ سره سره تیر کال هم اقتصادي پرمختګ کړی وو. همداشان سږ کال یو زیات شمیر نړۍوالو اقتصادي درجه بندیو شرکتونو د ترکیې لپاره ۹ سلنه اقتصادي ودې اټکل کړی دی خو زمونږ هدف د روان کال تر پایه دا رقم دوه خانه يي رقم ته لوړل دي.
هغه وویل چې انشاالله د ترکیې اقتصاد به د تولیداتو، صادراتو، پانګه اچونې او استخدام پر بڼسټ ولاړ اقتصادي ودې او پرمختګ ته دوام ورکړو.






