پاکستان تحریک انصاف په پیښور کښې عوامي جلسه کوي

0
130

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشرانو فیصله او اعلان کړې دې چې دوی په پیښور کښې د یوې لوی عوامي جلسې تابیا وکړي ، دې جلسې ته به د پاکستان تحریک انصاف مشر او د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود هم خپله وینا وکړي.

د تحریک انصاف پارټې په ټویټر پانړه خبر ورکړل شوي دې چې دا عوامي غونډه به د اتوار په ورځ په پیښور کښې ترسره شی او دې عوامي جلسې ته به د پي ټي آیی مرکزي مشران هم خپلې وینا ګانې وکړي.
یاده دې وی چې څو ورځې وړاندې هم د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان او د پارټۍ نورو مرکزۍ او صوبایی مشرانو په صوابي مرغز کښې یوې لوی عوامي جلسې ته ویناګانې وکړي.
د پي ټي آیی دغه عوامي جلسې په داسې وخت کښې پیل شوي دي چې په صوبه او نورو قبایلي سیمو کښې الیکشن کمیشن د بلدیاتي ټاکنو اعلان هم کړې دې، د الیکشن کمیشن د حکم مطابق دا ټاکنې به په دسمبر کښې په ۱۹ نیټه ترسره کیږي.

Leave a reply