کوهاټ، د ګیس په اړه عام اولس لپاره یو لوی خبر

باغي ټي وي رپورټ
د كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار خان آفريدي د ایم ایس جي پي ایل منیجنګ ډایریکټر علي جاويد همداني سره ملاقات کړې دې او په دې ملاقات کښې د کوهاټ په اړه او د عوام لپاره د ګیس سپلای په یوه لویه پروژه خبري شوي دي او ددې منصوبې باقاعده د پیل کولو ژمنه هم شوې ده.
د راپور مطابق د 441 ملیون روپو په لګښت د 11 نیم کلومیټره په فاصله باندې د 16 انچ، د ګیس پائپ لائن منظوري ورکړې شوي ده ، ددې منصوبې په عملي کولو سره به د بنو روډ، پنډي روډ، جنګل خيل، کوهاټ ښار او شاوخوا سيمو کې د به د ګیس کم دباو ستونزه په دايمي توګه هواره شي.
په دي اړه شهريار آفريدي اوويل چي اوګرا هم ددي منظوري ورکړي ده او دا منصوبه به د دسمبر 2021 نه تر جون 2022 پوري مکمل شي، د راپور مطابق د کوهاټ 9 يونين کونسلونو ته به د ګيس سهولت ورکولې شي چې پکښې د ڈھوک حسين او تولنج پنځه کلوميټره دائره کښې د ګيس سپلائي هم شامله ده۔
په دې مهمه غونډه كښې سينئر جي ايم ثاقب ابرار، جي ايم پيښور تاج علي، چيف انجينئر كوآرډينيشن شفقت او انچارج كوهاټ ناصر بنګش هم موجود وو۔






