حکومت د پټرولیم مصنوعاتو په قیمت کښې زیاتوالې اعلان کړو

باغي ټي وي رپورټ
د وفاقي حکومت له اړخه تيره شپه د پټروليم مصنوعاتو نرخونو کښې د زیاتوالي اعلان کړې دې۔ د نوټيفيکيشن له مخې د پټرولو په بيه کې 8.3 روپۍ في ليټر زياتوالى شوې دې ، د پیټرول نرخ 145.82 روپۍ في ليټر ته پورته شوې ده.
د ورځپانړه مشرق په ویب پانړه چاپ یو رپورټ مطابق د هاي سپيډ ډيزلو په نرخ کې 8.14 روپۍ في ليټر زياتوالى راغلى، چې وروستو يې نوې بيه 142.62 روپۍ في ليټر ټاکل شوې ده. د رپورټ مطابق د لایټ سپیډ ډیزل په نرخ کې 5.72 روپۍ فی لیټر زیاتوالی راغلی، چې وروسته د هغې نوې بیه 114.07 روپۍ فی لیټر ته رسیدلې ده. د نوټيفيکيشن له مخې د خاورو تیلو په نرخ کې 6.27 روپۍ في ليټر زياتوالى شوې دې.
د هاي سپيډ ډيزلو په نرخ کې 8.14 روپۍ في ليټر زياتوالى راغلى، چې وروستو يې نوې بيه 142.62 روپۍ في ليټر ټاکل شوې ده. د لایټ سپیډ ډیزل په نرخ کې 5.72 روپۍ فی لیټر زیاتوالی راغلی، چې وروسته د هغې نوې بیه 114.07 روپۍ فی لیټر ته رسیدلې ده. د نوټيفيکيشن له مخې د خاورو تیلو په نرخ کې 6.27 روپۍ في ليټر زياتوالى راغلى دى او د خاورو تیلو نوې قيمت 116.27 روپۍ في ليټر ټاکل شوى دى.
ياده دې وي چې تر دې وړاندې حکومت د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر په ۱۶ مه د ډيزلو په بيه کې ۱۲.۴۴ روپۍ في ليټر، پټرول ۱۰.۴۹ روپۍ في ليټر او د پټرولو په بيه کې ۱۰.۹۵ روپۍ في ليټر زياتوالی راوستی وو.





