خلیلزاد ویلي چې که طالبان ترهګر ونۀ ځپي؛ امریکا به مجبوره شي خپله لاس پکار شي
خلیلزاد ویلي چې که طالبان ترهګر ونۀ ځپي؛ امریکا به مجبوره شي خپله لاس پکار شي
خلیلزاد ټینګار کړی دی چې بې له شکه دا اقدام به نظامي وي. خلیلزاد دغه راز ویلي چې طا لبان د داعش ډلې سرسخت مخالفین دي او اوس به وکتل شي چې دوی څه ډول د دغې ډلې پر وړاندې مبارزه کوي.
(2021 / 11 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه تازه مرکه کې ویلي چې که چېرته طالبان له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره کارنده مبارزه ونه کړي نو امریکا مجبوره ده د خپل امنیت لپاره په خپله اقدام وکړي.
خلیلزاد ټینګار کړی دی چې بې له شکه دا اقدام به نظامي وي. خلیلزاد دغه راز ویلي چې طا لبان د داعش ډلې سرسخت مخالفین دي او اوس به وکتل شي چې دوی څه ډول د دغې ډلې پر وړاندې مبارزه کوي.
اړوند موضوعات:
خلیلزاد وايي چې غني پۀ دې اند ؤ چې امریکا به هېڅ وخت افغانستان نۀ پرېږدي
هغه یو ځل بیا ویلي چې د تېر جمهوري نظام په سقوط کې هیڅ لاس نه لري او دا پړه یې یو ځل بیا پر پخواني ولسمشر محمد اشرف غني اچولې ده.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې چې اشرف غني په مناسب وخت کې مذاکراتو ته داخل نه شو او دغه راز یې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړ کړل.
هغه ټینګار کړی دی چې افغان پوځ د طا لبانو پر ضد مقاومت ونه کړ او همدا لامل شو چې هر څه دومره ژر بدلون وکړي.