په افغانستان کښې د امن او ترقۍ لپاره د پاکستان فعال کردار جاري دي

0
150

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان یو وتلې سفارتکار سهیل محمود د جي ۲۰ هیوادونو لپاره استازې ډینیل سلاپر سره ملاقات کړې دي، د جي ۲۰ هیوادونو استازې سره ی په افغانستان کښې د روان سیاسی بدلون، دلته په اقتصادي ترقي او دې هیواد سره په اړیکو ټینګولو ټینګار شوې دې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په سرکاري ټویټر پانړه لیکلی دي چې په دې ملاقات کښې په دې خبره زور ورکړې شو چې افغانستان سره دې نړۍ هیوادونو اړیکې ټینګې کړي، په افغانستان کښې د امن راوستلو لپاره دې ددې هیواد اقتصاد ته وده ورکول ضروري دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیکي چې په دې ملاقات کښې په افغانستان کښې د بشري مرستو کولو باندې هم زور ورکړې شو او افغانستان سره د نړۍ د هیوادونو له طرف نه په اړیکو ټینګولو هم زور ورکړې شو.

Leave a reply