امرالله صالح: د طالبانو تر راتګ پورې د دوحې لۀ تړون څخه ناخبره وم
امرالله صالح: د طالبانو تر راتګ پورې د دوحې لۀ تړون څخه ناخبره وم
د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د خلیلزاد وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې نوموړي تر پایه د دوحې تړون ځینې برخې ورنه پتې ساتلې وې.
هغه په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې خلیلزاد اوس هم په ډېرې خوشحالۍ طالبانو او حقاني ډلې ته لابي کوي.
(2021 / 11 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د خلیلزاد وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې نوموړي تر پایه د دوحې تړون ځینې برخې ورنه پتې ساتلې وې.
هغه په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې خلیلزاد اوس هم په ډېرې خوشحالۍ طالبانو او حقاني ډلې ته لابي کوي. هغه لیکلي:
“لکه څنګه چې افغانان د لویو تراژیدۍ او شکنجې سره مخ دي، موږ وینو چې خلیلزاد په ډېرې خوشحالۍ سره د طالبانو او حقاني ترهګرې ډلې ته لابي کوي.”
هغه زیاته کړې، چې خلیلزاد د دوحې تړون ځینې برخې له دوی پتې ساتلې وې، خو هغه ولې خوشحاله دی؟
خلیلزاد تېره ورځ له یوه ټلوېزیوني شبکې سره د اوسني وضعیت مسوول ولسمشر غني بللی و او ویلي وو چې هغه هېڅکله سولې ته لومړیتوب نه ورکاوه.