د پاکستان سفیر د افغانستان د صحت وزیر سره ملاقات کړې

0
248

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد د افغانستان د صحت وزیر ډاکټر قلندر عباد سره ملاقات کړې دې، په ملاقات کښې د افغان وزیر صحت په افغانستان کښې راپیښ د روغتیایی ستونزو په اړه د مرستو کولو په موضوع ټینګار کړې دي.

د پاکستان سفیر په خپل ټویټر پانړه لیکلی چې افغان چارواکي ته مو ژمنه کړې چې پاکستان چمتو دې چې د روغتیای ستونز د هوراولو لپاره د افغانستان حکومت او افغان اولس سره مرستې وکړي. د یادونې ده چې د پاکستان حکومت او د پاکستان د اولس له اړخه افغان اولس سره بشري مرستې جاري دي.
د چارواکو مطابق د تورخم او د الوتکو په ذریعه افغان اولس ته د دارو درملو او د خوراکي توکو مرستې لیږل شوي دي او دا مرستې وس هم روانې دي.

Leave a reply