په کوهاټ کښې ۴ ترهګر اووژل شول: سي ټي ډي رپورټ

0
218

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا د کوهاټ په ټل تحصیل کښې سي ټي ډي راپور ورکوي چې دوی ۴ ترهګر وژلي دي.

په رسنیو کښې چاپ شوي د رپورټ مطابق د هنګو په تحصیل ټل کې د سي ټي ډي د عملیاتو ترسره کړل او ۴ ترهګر ی وژل دي.
د سي ټي ډي رپورټ مطابق دوی په کوهاټ کښې سرچ کولو نه پس واپس روان وو چې د جهازو په میدان کښې وسله والو په دوې ډزې پیل کړي، سیکوریټي اهلکارو په دوی ډزي وکړې او ترهګر وتښتیدل، وروستو بیا اهلکار په سیمه کښې عملیات او پلټنې وکړی او په سیمه کښې د ۴ ترهګرو مړي اوموندل شول، سیکوریټي اهلکار ته په ګنړ شمیر کښې وسلی او مرمې هم په لاس راغلي دي.
یاده دې وی چې څو ورځې وړاندې هم په ضلع خیبر کښې هم د سي ټي ډي له طرف نه په عملیاتو کښې ۴ شکمن کسان ونیول شول، دې کسانو سره په ګنړ شمیر کښې وسلی او چاودیدونکي مواد هم وو.

Leave a reply