افغانستان کې د دینې عالمانو هدفي وژنو زور اخستی

افغانستان کې د دینې عالمانو هدفي وژنو زور اخستی
د ننګرهار نه ترلاسه شوي رپوټ له مخې نن سهار د جلال آباد ښار د کابل هډې په سیمه کې د مایوبینو د کلي په جامع جومات کې د هیواد یو تن دیني عالم مفتي عبدالواحد د نامعلومو کسانو لخوا په ډزو ووژل شو.
(2021 / 11 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ویلو ده چې تیره شپه د کابل د خیرخانې په سیمه کې د نجیب الله سعادتي په نامه یو دیني عالم د نامعلومو وسله والو په برید کې ووژل شو. نوموړی د یو جومات خطیب وو.
همداشان نن په ننګرهار ولایت کې یو دیني عالم د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا په قتل رسول شوی دی.
د ننګرهار نه ترلاسه شوي رپوټ له مخې نن سهار د جلال آباد ښار د کابل هډې په سیمه کې د مایوبینو د کلي په جامع جومات کې د هیواد یو تن دیني عالم مفتي عبدالواحد د نامعلومو کسانو لخوا په ډزو ووژل شو.
د نوموړو وژنو مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه اخیستی ندی. په افغانستان کې د اوږدې مودې راهیسې د دیني عالمانو د زنخیري او هدفي وژنو لړۍ دوام لري.
د تیر حکومت په دوران کې هم یو زیات شمیر مهم دیني عالم له منځه یوړل شول چې طالبان واک ته د رسیدو نه وروسته هم دا لړۍ دوام لري.






