امریکا د فوځې اډو لپاره د هند راضي کولو کوششونه کوي: روس

باغي ټي وي رپورټ
په رسنیو کښې داسې راپور چاپ شوي دې چې د روس بهرنیو چارو وزیر سرګیی لاروف په ډاګه کړې ده چې دا اندیښنه نه ده چې امریکا کوششونه پیل کوي چې هند د فوځې اډو ورکول لپاره راضي کړی چې امریکا ی استعمال کړي.
د راپور مطابق د امریکا د اډو غوښتنې وړاندیزونو د اول نه پاکستان او ازبکستان رد کړي دي او امریکا ته ی د فوځي اډو ورکولو نه انکار کړې دي. د راپور مطابق روس وزیر وایی چې مونږ اوریدلي دي چې امریکا د هند راضي کولو کوششونه پیل کړي دي چې امریکا ته فوځي اډې ورکړي.
د راپور مطابق د روس اولس مشر وړاندې د امریکا د لومړي وزیرته ی ویلي وو چې روس په منځنې ایشیا کښې د امریکای حکومت له طرف نه د منځنې ایشیا ملکونو سره د فوځو اډو ورکولو په خلاف دې او د روس دا دریځ دې چې امریکا له دې په منځنې ایشیا کښې فوځې اډې ور نه کړې شي.






