د وزیرانو شورا: تردې وروسته پۀ کاغذي تذکرو دې هم پاسپورټ ورکړل شي
د وزیرانو شورا: تردې وروسته پۀ کاغذي تذکرو دې هم پاسپورټ ورکړل شي
د طالبانو چارو ادارې لوی ریاست وایي، چې د وزیرانو شورا په نننۍ غونډه کې خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه پرېکړه شوې چې په پخوانیو تذکرو دې د پاسپورټونو وېشل پیل کړي.
(2021 / 11 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د طالبانو وزیرانو شورا غوڼده کې پرېکړه شوې، چې پاسپورټ ریاست دې د اوس لپاره خلکو ته په کاغذي تذکرو هم پاسپورټونه ورکړي.
د طالبانو چارو ادارې لوی ریاست وایي، چې د وزیرانو شورا په نننۍ غونډه کې خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه پرېکړه شوې چې په پخوانیو تذکرو دې د پاسپورټونو وېشل پیل کړي.
په دې غونډه کې دغه راز د ملکي کارکوونکو او NTA د معاشونو نوی جوړ شوی جدول هم تایید شوی او ټینګار شوی چې په ټول افغانستان کې د افغانۍ ترویج ته پاملرنه وشي.
چارو ادارې لیکلي، چې د وزیرانو شورا په نننۍ غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت په ګډون کورنیو چارو وزارت او استخباراتو ریاست ته لارښوونه شوې چې د بهرنیو سفارتونو او موسساتو د ښه امنیت په نیولو کې سره کار وکړي.