خلیلزاد وايي چې غني پۀ دې اند ؤ چې امریکا به هېڅ وخت افغانستان نۀ پرېږدي 

خلیلزاد وايي چې غني پۀ دې اند ؤ چې امریکا به هېڅ وخت افغانستان نۀ پرېږدي 

نوموړي له سي‌ان‌ان سره په مرکه کې ویلي،  اشرف غني په دې ډاډه و، چې امریکايي عسکر به دلته پاتې کېږي او له چین او روسیې سره د سیالۍ په موخه به د ده د حکومت ساتنه هم کوي.

 

(2021 / 11 / 1  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، پخواني ولسمشر اشرف غني داسې فکر کاوه چې امریکايي عسکر به هېڅکله له افغانستان و نه‌وځي.

نوموړي له سي‌ان‌ان سره په مرکه کې ویلي،  اشرف غني په دې ډاډه و، چې امریکايي عسکر به دلته پاتې کېږي او له چین او روسیې سره د سیالۍ په موخه به د ده د حکومت ساتنه هم کوي.

هغه زیاته کړې، چې د اشرف غني ډېری محاسبات ناسم ول،و او د افغان ځواکونو په اړه یې هم اټکل او محاسبه بې ځایه وه. د هغه په وینا:

” غني هغه د سولې په برخه کې د هېڅ پرمختګ هرکلی نه کاوه او یوازې د خپل حکومت د ساتلو لپاره هرې پرېکړې ته تیار و.”

اړوند موضوعات: 

خلیلزاد ویلي چې د غني خبرې ته غوږ نۀ نیول او د سیاسیونو خودخواهي د تېر نظام د لۀ منځه تلو لامل شوه  

خلیلزاد تر دې وړاندې هم په خپلو څرګندونو او مرکو کې ولسمشر غني د افغانستان اوسني ناورین مسوول ګڼلی و.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *