وال سټرېټ ژورنال: د افغان پوځ ځینې غړي داعش ډلې سره یو ځای شوي دي
وال سټرېټ ژورنال: د افغان پوځ ځینې غړي داعش ډلې سره یو ځای شوي دي
په دې راپور کې که څه هم داعش ډلې سره د یو ځای شویو کسانو شمېر کم ښودل شوی، خو دا اندېښنه هم شریکه شوې چې د دوی شمېر مخ په زیاتېدو دی او دا وېره شته چې د داعش ماتول به حتی په راتلونکو کلونو کې هم ستونزمن وي.
(2021 / 11 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د وال سټرېټ ژورنال د راپور له مخې، د افغان پوځ یو شمېر پخواني جاسوسان او د استخباراتو غړي د طالبانو پر ضد جګړې لپاره له داعش ډلې سره یو ځای شوي دي.
د یاد راپور په حواله، دغه پخواني پوځیان ډېری د امریکا له خوا روزل شوي افغان جاسوسان دي چې د افغانستان په شمال کې له داعش سره یوځای شوي دي.
اړوند موضوعات:
د امریکا د دفاع وزارت وايي چې داعش او القاعده ډله غواړي پر امریکا برید وکړي؛ خو وړتیا يې نلري
راپور زیاتوي، چې دغه پخواني افغان جاسوسان ځکه له داعش سره یوځای شوي څو وکولای شي هم خپل ورځنی عاید ترلاسه کړي او هم د طالب جنګیالیو پر ضد وجنګېږي.
په دې راپور کې که څه هم داعش ډلې سره د یو ځای شویو کسانو شمېر کم ښودل شوی، خو دا اندېښنه هم شریکه شوې چې د دوی شمېر مخ په زیاتېدو دی او دا وېره شته چې د داعش ماتول به حتی په راتلونکو کلونو کې هم ستونزمن وي.
دا راپور په داسې مهال خپرېږي، چې دمګړۍ په افغانستان د طالبانو پر ضد یواځنۍ وسلهواله ډله په پنجشېر کې د مقاومت ډله ده چې مشري احمد مسعود کوي.
طالبانو که څه هم تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي، خو تر دې وړاندې ویلي چې داعش ډله نه شي کولای د دوی پر وړاندې کوم خنډ رامنځته کړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په افغانستان کې د داعش فعالیتونو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې وې او ویلي یې وو چې د افغانستان په شمال کې شاوخوا دوه زره داعشیان فعالیت لري.