د امریکا د دفاع وزارت وايي چې داعش او القاعده ډله غواړي پر امریکا برید وکړي؛ خو وړتیا يې نلري 

0
232

د امریکا د دفاع وزارت وايي چې داعش او القاعده ډله غواړي پر امریکا برید وکړي؛ خو وړتیا يې نلري 

نوموړي ویلي، داعش ډله ښايي په شپږو میاشتو تر یو کال پورې پر امریکا د برید وړتیا پیدا کړي خو القاعده یو تر دوو کلونو پکار دي چې ځان دې هدف ته ورسوي.

د نوموړي په باور، طالبان او داعش دښمنان دي، خو له القاعده سره بیا ډېرې پېچلې اړیکي لري، باید ولیدل شي چې ایا د طالبانو ډله به وکولی شي داعش ته ماته ورکړي که نه.

 

(2021 / 10 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې داعش او القاعده شبکه د دې اراده لري چې پر امریکا برید وکړي، خو یادې ډلې د اوس لپاره دا ډول کار د ترسره کولو وړتیا نه‌لري.

دغه څرګندونې د دې وزارت د پالیسۍ مرستیال کولن کال د کانګرس یوې استماعیه غونډې ته کړي دي.

اړوند موضوعات: 

امریکا پخوانی د دفاع وزیر وايي چې طالبان لا هم القاعده سره اړیکې لري 

نوموړي ویلي، داعش ډله ښايي په شپږو میاشتو تر یو کال پورې پر امریکا د برید وړتیا پیدا کړي خو القاعده یو تر دوو کلونو پکار دي چې ځان دې هدف ته ورسوي.

د نوموړي په باور، طالبان او داعش دښمنان دي، خو له القاعده سره بیا ډېرې پېچلې اړیکي لري، باید ولیدل شي چې ایا د طالبانو ډله به وکولی شي داعش ته ماته ورکړي که نه.

دغو جګپوړو امریکایي چارواکو زیاته کړه امریکا نه‌غواړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په خوندي پټنځای بدل شي او امریکا ددې ډول عملیاتو د ترسره کیدو وړتیا لري.

دېخوا بیا طالبانو په وار وار دا خبره کړې، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.

Leave a reply