د ا.ا.ا تجارانو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی 

0
178

د ا.ا.ا تجارانو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی 

نوموړي وویل چې دوی ملي سوداګرو ته د هېواد د شتمنۍ په سترګه ګوري او هڅه کوي چې دلته ورته د فعالیتونو بشپړه زمینه برابره کړي. هغه ټينګار کړی چې د سوداګرو ستونزې په غور سره اوري او د حل لپاره به یې هر اړخیز اقدامات ترسره کوي.

(2021 /  10 / 31  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا.ا سوداګرو ته په ټولو برخو کې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی. نن په کابل کې د افغانستان ملي سوداګرو د ا.ا له چارواکو سره پر سوداګریزو مسایلو مهمه غونډه درلوده.

په دې غونډه کې افغان سوداګرو له حکومت وغوښتل چې د دوی ستونزې حل کړي او ملي سوداګرو ته زمینه برابره کړي چې په خپل هېواد کې د خپلو خلکو چوپړتیا وکړي.

اړوند موضوعات: 

افغان تجاران دې افغانستان کښې شتمني مصرف کړي: ملایعقوب

ملي سوداګرو وویل، که په هېواد کې د پانګونې زمینه ورته برابره شي نو دوی تیار دي چې خپلې پانګې له بهرنیو هېوادونو را ولېږدوي.

د اطلاعاتو کلتور وزارت مرستیال او د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په دې غونډه کې سوداګرو ته د بشپړ امنیت او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

Leave a reply