د وزیرستان عوام د حکومتي چارواکو نه غوښتنه

0
81

باغي ټي وي رپورټ
په وانا وزیرستان کښې د ګورنر ماډل پبلک سکول شکي چې په 170 ميليونه روپو په لګښت جوړ کړے شوے دې د تيرو اوو کالو راهسي د حکومت د سترګو نه پټ دے او تراوسه پورې ی دې ادارې ته استاذان ور نه کړل چې له وجهې ی ددې ځای خلق ډیر ناامیده دي.

د شکيي یوتھ آرگنائزیشن صدر حمزه وزیر خبریالانو ته اوویل چی د مسلم لیګ نون حکومت د شپاړس کروړه روپو په لګښت تحصیل شکی اد پنګه په سیمه کښي ګورنر ماډل پبلک سکول جوړ کړے دے خو تراوسه پورې په دې سکول کښې نه خو استاذان مقرر کړي او نه ددې ادارې لپاره کوم ساتونکې چې ددې ودانۍ حفاظت وکړي. حمزه وويل چې د سکول ودانۍ او فرنيچر په خراب حالت کې دي، هغه څرګنده کړه چې د ګورنر ماډل پبلک ټول عمله او نور کارکونکي يواځې د کاغذي کاروایی پورې محدود دي خو تنخواګانې او نورې مراعات په کور اخلي. په پای کې حمزه له چارواکو څخه وغوښتل چې دې ښوونځي ته دې پاملرنه وکړي چې دا ښوونځۍ ددې علاقې خلقو لپاره په ګټه تمام شي.

Leave a reply