پاکستان سعودي عرب سره د مسلمان هیواد په حیثیت د دوستې اړیکې لري: عمران خان

0
620

باغي ټي وی رپورټ
د پاکستان وزیراعظم عمران خان په یو بیان کښې ویلي دي چې د پاکستان او د مسلمان هیواد سعودي عرب ترمینځد اسلامی رورولۍ اړیکې دې او دا اړیکې ډیر مضبوطې دي.

عمران خان چې د سعودي عرب یوې مجلې ته سره په مرکه کښې عمران خان اوویل چې پاکستان او د سعود عرب هیوادونو هروخت په اړیکو کښې یوبل سره په ژمنه ټینګ پاتې شوې دي او پاکستان غواړي چې د سعودي عرب سره اړیکو ته نوره هم وده ورکړي.
د یادونې ده چې کله هم په سعودي عرب سخت وخت راغلې نو پاکستان هغه مسلمان هیواد دې چې د ټولو نه اول ی سعودی عرب ته د ملګرتیا او د سعودی عرب او د حرمین شریفین د امنیت لپاره فعال رول لوبولې دې او هم دغه وجه ده چې د سعودی عرب حکومت هم دا خبره مني چې پاکستان سعودی عرب یو ښه مسلمان دوست هیواد دې.
دا خبره هم د یادونې ده چې وزیراعظم عمران خان څو ورځې وړاندې د سعودي عرب دوره وکړه او سعودی عرب د پاکستان اقتصاد مضبوطه ولو لپاره د ۴.۲ ملیارده ډالرو مرسته هم اعلان کړه.

Leave a reply