سعودي وايي چې ایران سره د خبرو د دوام ملاتړي یو

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان ویلي چې که څه هم لا تر اوسه پورې له ایران سره خبرو کومه مثبته نتیجه نه ده ورکړې خو دوی یوې مثبتې پایلې ته د رسېدو لپاره له یاد هېواد سره د مذاکراتو دوام ته لیواله دي.
(2021 / 10 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان ویلي چې که څه هم لا تر اوسه پورې له ایران سره خبرو کومه مثبته نتیجه نه ده ورکړې خو دوی یوې مثبتې پایلې ته د رسېدو لپاره له یاد هېواد سره د مذاکراتو دوام ته لیواله دي.
رویټرز اژانس د فرحان له قوله ویلي چې دوی تر اوسه پورې له ایران سره د خبرو څلور دوره ترسره کړي دي، مذاکرات په دوستانه فضا کې ترسره شوې دي خو ټینګار یې کړی دی چې تر اوسه پورې یې خبرو کې پام وړ پرمختګ نه دی کړی خو تمه شته چې د مذاکراتو په دوام سره یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.