امیرخان متقي لۀ خپل ترکمني سیال سره لیدلي دي

0
94

امیرخان متقي لۀ خپل ترکمني سیال سره لیدلي دي 

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې په دې لیدنه کې ترکمنستان له افغانستان سره د هراړخيزو اړيکو د پياوړي کولو او دوامداره همکاريو د دوام ډاډ ورکړی دی.

 

(2021 / 10 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي نن په کابل کې د ترکمنستان بهرنیو چارو له وزیر رشيد مرادوف سره لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې په دې لیدنه کې ترکمنستان له افغانستان سره د هراړخيزو اړيکو د پياوړي کولو او دوامداره همکاريو د دوام ډاډ ورکړی دی.

د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف ویلي، چې د طالبانو له لوري د سرحداتو بشپړ امنیت او سوداګریزو چارو څخه خوښ دی.

اړوند موضوعات: 

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر پۀ ناڅاپي سفر نن سهار کابل ته راغی 

د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پروژو تطبيق لپاره امادګي وښودله او غوښتنه يې وکړه چې ترکمنستان بايد د تجارت پراختيا په برخه کې چټک ګامونه واخلي او افغان تجارانو لپاره په ويزه او نورو برخو کې لازم اسانتياوې رامينځته کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړه لوري هوکړې ته ورسېدل، چې سکتوري وزارتونه به د دواړو هېوادو د بهرنيو چارو د وزارتو په تسهيل او تنسيق له يو بل سره مستقيمي تخنيکي ناستي ترسره کوي، د برق، ګاز او تيلو تجارت بايد پراخ شي ترڅو نرخونه کنترول شي او هم ټاپي او نورې پروژې بايد ژرترژره پيل شي.

Leave a reply