ا.ا.ا پاکستان کې د افغانستان سفارت او قنسلګریو ته خپل ديپلوماتان لېږلي دي

0
162

  ا.ا.ا پاکستان کې د افغانستان سفارت او قنسلګریو ته خپل ديپلوماتان لېږلي دي

طالب چارواکو رسنیو ته ویلي، چې سردار محمد شکیب په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې کار کاوه او ویل کیږي چې یو مهال د «قاري محمد یوسف» په نوم د طالبانو ویاند هم و.

 

(2021  / 10 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د راپورونو له مخې، طالبانو د سردار احمد شکېب په نامه یو کس د سفارت د لومړي سېکرټر په توګه وراستولی چې هلته د شارژدافیر په توګه دنده پیل کړي.

طالب چارواکو رسنیو ته ویلي، چې سردار محمد شکیب په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې کار کاوه او ویل کیږي چې یو مهال د «قاري محمد یوسف» په نوم د طالبانو ویاند هم و.

یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې دغه ډيپلوماتان د افغانستان پاسپورټونه لري او د پاکستان رسمي ویزې په درلودو یاد هېواد ته تللي دي.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور خان هم پاکستان ته د طالبانو له‌خوا ګومارل شوي ډيپلوماتانو سفر تایید کړی او ویلي یې دي چې یادو کسانو ته دا ویزې د قونسلي کارونو او د بشري مرستو لپاره افغانستان ته د راتلونکو پاکستانیانو د ویزو د اسانتیاو لپاره صادرې شوې دي.

هغه دغه راز ویلي، چې دا چاره د طالبانو د رسمیت پېژندنې په مانا نه‌ ده.

طالبانو د اګسټ میاشتې په ۱۵مه کابل ونیوه خو لا هم د کوم هېواد له‌ خوا په رسمیت نه‌ دي پېژندل شوی.

Leave a reply