د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر پۀ ناڅاپي سفر نن سهار کابل ته راغی 

0
220

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر پۀ ناڅاپي سفر نن سهار کابل ته راغی 

په وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټاپي پروژې او نورو سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د دواړو هېوادونو ټيمونه ګومارل شوي او دوی به خپلې طرحې او پلانونه له چارواکو سره شریکوي چې پر بنسټ به یې دواړوه هېوادونه خپلې راتلونکې اړیکې تنظیموي.

(2021 / 10 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په یوه رسمي سفر کابل ته راغلی دی. د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر نن سهار کابل ته راغلی دی او د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر مولوي متقي له لوري یې په هوايي ډګر کې هرکلی شوی دی.

د  معلوماتو له مخې نوموړی به له افغان لوري سره پر بېلو مسایلو خبرې کوي او تر ډېره تمرکز پر دوه اړخیزو اقتصادي او ديپلوماتیکو اړیکو دی.

اړوند موضوعات: 

ترکمنستان وايي چې افغانستان کې دولت جوړول د افغانانو خپل حق د

د دې سفر په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي خو ترکمنستان تر دې وړاندې ویلي وو چې د ټاپي پروژې په اړه به له افغان چارواکو سره خبرې کوي.

Leave a reply