د جې ۲۰ هېوادونو غونډه؛ د بحث ډېری موضوعات پر افغانستان راڅرخي 

0
199

د جې ۲۰ هېوادونو غونډه؛ د بحث ډېری موضوعات پر افغانستان راڅرخي 

د جي شل د سرمشریزې په غونډه کې د ښځو د سیاسي مشرانو شبکې په یوه بیان کې ویلي چې د نړۍ شل پیاوړي هېوادونه باید په افغانستان کې د ښځینه فعالانو او سیاستوالو خوندیتوب او امنیت یقیني کړي.

 

(2021 /  10 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په پام کې ده چې د شلو سترو صنعتي هېوادونو په دوه ورځنۍ سرمشریزه کې د افغانستان په اړه بحث وشي.

د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر جو بایډن چې په دې غونډه کې د ګډون لپاره د ایټالیا پلازمېنې روم ته رسېدلی، په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د راغلي وضعیت په اړه له اروپايي مشرانو سره خبرې وکړي.

د جي شل د سرمشریزې په غونډه کې د ښځو د سیاسي مشرانو شبکې په یوه بیان کې ویلي چې د نړۍ شل پیاوړي هېوادونه باید په افغانستان کې د ښځینه فعالانو او سیاستوالو خوندیتوب او امنیت یقیني کړي.

اړوند موضوعات:

نړۍوال بنسټونه: جي ۷ هېوادونه دې افغانستان سره مرستې وکړي 

ټاکل شوې چې د جي شل سرمشریزه نن او سبا د ایټالیا په پلازمېنه روم کې جوړه شي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د طا لبانو له خوا نومول شوي سهیل شاهین ویلي چې ژمی را روان دی او بېړنۍ اړتیا لیدل کېږي چې نړیواله ټولنه د یو میلیارډ یورو مرستې د سپارلو هغه ژمنه ژر تر ژره عملي کړي چې له بې وزلو او بې وسې خلکو او کورنیو بې ځایه شوېو سره یې د افغانستان په اړه د جي شل په انلاین سرمشریزه کې کړې وه.

شاهین ویلي چې د طا لبانو حکومت په افغانستان کې د فعالو خیریه ټولنو او نورو غیرحکومتي موسسو له لارې په دې برخه کې پوره همکارۍ ته چمتو دی.

Leave a reply