نړۍوال بنسټونه: جي ۷ هېوادونه دې افغانستان سره مرستې وکړي 

0
135

نړۍوال بنسټونه: جي ۷ هېوادونه دې افغانستان سره مرستې وکړي 

خو د جی اوۀ غړو ځینو هېوادونو بیا ویلي چې دوی به لۀ افغانستان سره بشري مرستې وکړي؛ خو دغه مرستې به طالبانو ته پۀ لاس نۀ ورکوي، دوی ویلي چې د دغو مرستو رسېدلو لپاره د بدیلې لارې پر پیدا کولو دوی غور روان کړی دی.

(2021 / 10 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

جي ۷ هېوادونه دې له افغانستان سره مرستې ډېرې کړي، ځینو نړیوالو بنسټونو د نړۍ له اوو صنعتي هېوادونو غوښتي چې په دې سختو شرایطو کې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي او هڅه دې وکړي چې په دغه هېواد کې د مېرمنو لپاره د کار زمینه برابره کړي او د نجونو تعلیم ادامه ولري.

دوی ویلي چې د نړۍ شتمن هېوادونه باید په دې حساسو شرایطو کې د افغانستان پر وړاندې خپل مسوولیت ته متوجه وي.

اړوند موضوعات: 

د سمنګان ولایت غریبه کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې شوي

تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو بنسټونو په بېړنۍ توګه له افغانستان سره د بشري مرستو پر ترسره کېدو ټینګار کړی دی.

دوی وایي چې په افغانستان کې د ژمي په راتګ دی نو ددې جدي اړتیا چې اړمنو خلکو ته پر وخت بشردوستانه مرستې ورسول شي.

Leave a reply