د روسيې د بهرنیو چارو وزیر د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان پۀ اړه خبرې کړې دي 

0
174

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان پۀ اړه خبرې کړې دي 

دوې اونۍ مخکې د مسکو په غونډه کې روسیې وویل چې که طالبان د نړیوالو له خوا د خپل حکومت په رسمیت پېژندل غواړي، نو بشري حقونو ته د درناوي په برخه کې باید د نړیوالو غوښتنو ته غاړه کېږدي.

 

(2021 / 10 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل تاجکستاني سیال سراج الدین مُهیر الدین سره د افغانستان په اړه خبرې کړي.

د راپورونو له مخې دواړو لورو د خبرو پر مهال توافق وکړ چې د افغانستان برخه کې به خپله همغږي پیاوړې کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې لاوروف او مهیر الدین ویلي چې د افغانستان په اړه د مسکو او ځینو نورو غونډو پرېکړې باید په همغږۍ سره عملي شي.

اړوند موضوعات: 

روسیې او تاجکستان د افغانستان پولې ته نیږدې پوځي تمرینات پیل کړي دي

دوې اونۍ مخکې د مسکو په غونډه کې روسیې وویل چې که طالبان د نړیوالو له خوا د خپل حکومت په رسمیت پېژندل غواړي، نو بشري حقونو ته د درناوي په برخه کې باید د نړیوالو غوښتنو ته غاړه کېږدي.

Leave a reply