روسیې او تاجکستان د افغانستان پولې ته نیږدې پوځي تمرینات پیل کړي دي

0
97

روسیې او تاجکستان د افغانستان پولې ته نیږدې پوځي تمرینات پیل کړي دي

د روسیې خبري اژانسونو په حواله روسیه او د افغانستان یو شمیر ګاونډي هیوادونه غواړي د افغانستان پولې ته څیرمه پوځي تمرینات پیل کړي.

د ریا په نامه د روسیې خبري آژانس ویلي چې دغه پوځي تمرینات به د اکتوبر میاشتې په ۲۲ او ۲۳مه نیټه په تاجیکستان کې ترسره شي.

 

(2021 / 10 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د روسیې خبري اژانسونو په حواله روسیه او د افغانستان یو شمیر ګاونډي هیوادونه غواړي د افغانستان پولې ته څیرمه پوځي تمرینات پیل کړي.

د ریا په نامه د روسیې خبري آژانس ویلي چې دغه پوځي تمرینات به د اکتوبر میاشتې په ۲۲ او ۲۳مه نیټه په تاجیکستان کې ترسره شي.

د «جمعي پیمان امنیت سازمان» یا (CSTO) چې مشري یې د روسیې پر غاړه ده غواړي دغه تمرینات ترسره کړي. په دغه سازمان کې پر تاجیکستان او روسیې سربیره قرغیزستان، قزاقستان، ارمینا او بلاروس شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته د تاجیکستان او افغانستان ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي دي.

تر دې وړاندې د تاجکستان لۀ لوري د افغانستان پۀ کورنیو چارو کې د لاس وهنې لۀ وجې اړیکې هم خرابې شوې وې؛ خو وروسته بیا دواړو لورو یو بل ته د ډاډ ورکولو اعلامیې خپرې کړې.

 

Leave a reply