سهیل شاهین پۀ نړۍواله ټولنه غږ کړی چې افغانستان سره د یو میلیارد یورو کړې مرستې دې افغانستان ته وسپاري

سهیل شاهین پۀ نړۍواله ټولنه غږ کړی چې افغانستان سره د یو میلیارد یورو کړې مرستې دې افغانستان ته وسپاري
نوموړی چې د طالبانو لۀ لوري په ملګرو ملتونو کې دایمي استازي په توګه هم معرفي شوی په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې ژمی را روان دی او بېړنۍ اړتیا لیدل کېږي چې نړیواله ټولنه خپلې هغه ژمنې عملي کړي، چې د افغانستان په اړه د جي ۲۰ انلاین غونډه کې یې کړې وې.
(2021 / 10 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د طالبانو یوه ویاند سهیل شاهین له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانستان سره د یو میلیارد یورو مرستې د سپارلو ژمنه ژر تر ژره عملي کړي.
نوموړی چې د طالبانو لهلوري په ملګرو ملتونو کې دایمي استازي په توګه هم معرفي شوی په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې ژمی را روان دی او بېړنۍ اړتیا لیدل کېږي چې نړیواله ټولنه خپلې هغه ژمنې عملي کړي، چې د افغانستان په اړه د جي ۲۰ انلاین غونډه کې یې کړې وې.
نوموړي دغه راز ویلي، چې حکومت یې په افغانستان کې د فعالو خیریه ټولنو او نورو غیر دولتي موسسو له لارې په دې برخه کې پوره همکارۍ ته چمتو دی.
اړوند موضوعات:
سهیل شاهین وايي د ښځو د حقوقو په نوم دې امریکا افغانستان کې لاس وهنه نکوي
ښاغلي شاهین په داسې مهال له نړیوالې ټولنې د مرستو سپارلو د ژمنې عملي کول غوښتي، چې نړیوالو تر دې وړاندې هم ویلي، چې دوی به دغه مرستې طالبانو ته ورنهکړي.
نړیوالې ټولنې ټینګار کړی چې مرسته شوې پیسې به د ځینو سازمانانو لهخوا په خلکو ووېشي.






