د هرات ولایت والي یاد ولایت کې د سره صلیب د دفتر له مسؤل سره د زلزله ځپلو سره د مرستو په پار لیدلي.

0
145

د هرات ولایت والي یاد ولایت کې د سره صلیب د دفتر له مسؤل سره د زلزله ځپلو سره د مرستو په پار لیدلي.

25 اکتوبر چهارشنبه 2023

د هرات ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ نور احمد اسلام جار د بهرنیو اړیکو استازولۍ رئیس په شتون کې د یاد ولایت د سره صلیب دفتر رئیس جان پاتریک ناوتون سره لیدنه وکړه.

 

خبر زیاتوي چې د سره صلیب دفتر رئیس په دغه لیدنه کې د زلزلو شپو او ورځو کې خپل کړنې د هرات والي سره شریکې کړې او ډاډ یې ورکړ چې سره صلیب د سرې میاشتې سره په همکارۍ زلزله ځپلو سیمو ته مرستې رسولې او ژمنه یې وکړه چې د سیمه ایزې ادارې سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

 

بلخوا د هرات والي د چوپړونو رسولو برخو کې د سره صلیب همکاریو څخه د قدردانۍ ترڅنګ یې ټینګار وکړ چې باید بشري مرستې پر وخت اړمنو ته ورسېږي.

اړوند موضوعات

د کویت خیریه ټولنه د افغاني سرې میاشتې له درکه د هرات زلزله ځپلو سره د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو مرسته کوي.

 

د هرات والي همداراز له ټولو مرستندویو موسسو او بنسټونو وغوښتل چې د سیمه ایزې ادارې سره په همغږۍ زیانمن شوو ځایونو ته مرستې ورسوي.

Leave a reply