د کویت خیریه ټولنه د افغاني سرې میاشتې له درکه د هرات زلزله ځپلو سره د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو مرسته کوي.

0
239

د کویت خیریه ټولنه د افغاني سرې میاشتې له درکه د هرات زلزله ځپلو سره د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو مرسته کوي.

24 اکتوبر سه شنبه 2023

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولنې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص او د کویت هېواد د خیریه ټولنو د اتحادیې مسؤل ښاغلي جمال نوري د هرات د زلزله ځپلو کورنیو د لاسنیوي په موخه انلاین ناسته وکړه.

 

ناسته کې په هرات ولایت کې د وروستیو زلزلو له امله پر اوښتو زیانونو او د زیانمنو پر لاسنیوي خبرې اترې وشوې.

اړوند موضوعات

هرات کې د یونیسف دفتر رئیس د یاد ولایت والي سره د زلزلې له امله پر زیانمنو شوو ښوونځیو خبرې اترې کړي.

 

خبر زیاتوي چې دغه ناسته کې هوکړه وشوه، چې افغاني سره میاشت به د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په برابر د لومړیتوبونو پر بنسټ د زلزله ځپلو د لاسنیوي پروژه ترتیبوي، چې د کویت د خیریه ټولنو اتحادیه به یې مالي ملاتړ کوي.

Leave a reply