د ریاست الوزراء اداري مرستیال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږی کوونکي او مل پلاوي سره لیدلي.

0
267

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږی کوونکي او مل پلاوي سره لیدلي.

25 اکتوبر چهارشنبه 2023

له ارګ څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو او مل پلاوي سره په ارګ کې وکتل.

 

په دې کتنه کې فریدون سینیرلي اوغلو له افغانستان څخه د خپلو ارزونو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، په افغانستان کې ښه پرمختګونه په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د امنیت او ثبات د تامین په برخه کې راغلي او موږ کوښښ کوو چې د افغانستان اسلامي امارت او بین المللي ټولنې ترمنځ ناسم پوهاوی رفع شي.

 

نوموړي وویل چې له افغانستان سره په تخنیکي او پراختیایي مرستو باید کار وشي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رئیس سهیل شاهین سره کتلی.

 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال یاده لیدنه کې وویل، موږ غواړو افغانستان اباد کړو او د تېرو څلورو لسیزو په ټپونو ملهم کېږدو او اسلامي امارت چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو د امنیت پرضد ګټه واخلي.

Leave a reply