د سرحدونو او قومونو وزارت سرپرست د هریرود ساختماني شرکت مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړی.
د سرحدونو او قومونو وزارت سرپرست د هریرود ساختماني شرکت مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړی.
21 اکتوبر شنبه 2023
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي د هریرود ساختماني شرکت مسؤلینو د یاد وزارت له سرپرست وزیر ملا نورالله نوري سره د هغه په کاري دفتر کې ناسته وکړه.
د ناستې په ترڅ کې د یاد شرکت مسؤلینو د چین او افغانستان تر منځ د واخان په سیمه کې د دواړو هیوادونو د ګډې ترانزیټې لارې د څرنګوالي او د دواړو هیوادونو د توافق په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه او په یاده سیمه کې ساختماني چارو ته یې د چمتوالي ډاډ څرګند کړ.
ښاغلي نوري د بدخشان ولایت د واخان او پامیر په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د واخان ترانزیټي لاره چې، ۲۱۰۰ کاله تاریخي قدامت لري او له شپږو لسیزو را په دې خوا ترې ګټه نه ده اخیستل شوې، د افغانستان لپاره یوه حیاتي لاره ده او په اقتصادي برخه کې د هیواد په پښو درولو لپاره خورا زیات ارزښت لري.
نوموړي همدا راز وویل: چین په سیمه کې یو اقتصادي هیواد دی که چیرته د ورېښمو لاره ورغول شي زموږ پر اقتصاد مثبت تأثیر غورځوي.
اړوند موضوعات
سرحدونو او قومونو وزارت سرپرست وزیر: هیڅ چاته اجازه نه ورکوو چې زموږ یووالی له منځه یوسي.
هغه راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې موږ له ګاونډیو هیوادونو سره ښې اړیکې لرو او د لارې رغولو په برخه کې هیله بخښونکي پرمختګونه شوي دي.