کابل موسهي ولسوالۍ کې د دوه کورنیو تر مینځ دښمني د اسلامي امارت په منځګړیتوب په دوستۍ بدله شوه.
کابل موسهي ولسوالۍ کې د دوه کورنیو تر مینځ دښمني د اسلامي امارت په منځګړیتوب په دوستۍ بدله شوه.
21 اکتوبر شنبه 2023
د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد موسهي ولسوالۍ کې په يوه ستره ولسي غونډه کې، چې د دوو کورنيو ترمنځ د اوږد مهالې دښمني د پای ته رسېدو او په دوستي بدلېدو په پار جوړه شوې وه، ګډون او وينا وکړه.
کابل والي دې غونډې ته د وينا پر مهال شل کلن جهاد کې د موسهي ولسوالۍ د ولسونو مبارزه او قربانۍ وستايلې او وې ويل، چې د اسلامي نظام د حاکمېدو لپاره دې ولسونو ډېرې قربانۍ ورکړې او ډير کړاونه يې په ځان تېر کړل، چې هېڅ کله به هېر نه شئ.
کابل والي زیاته کړه؛ مسولین مکلف دي، چې د ولسونو ستونزې له نږدي څخه واوري او د حل لپاره يې هلې ځلې وکړي.
شيخ محمد قاسم خالد دغه راز وويل؛ تېرو شپږو مياشتو کې د کابل ولایت مقام په لارښوونه او د ولسوالیو د مسولینو په همکاري په بېلابېلو ولسوالیو کې له ۶۵ زیات د قتل موضوعات، چې لسګونه کلونه یې دوام درلود حل او فصل شوي دي.
اړوند موضوعات
د کابل والي د عامې روغتيا له سرپرست وزير او د کابل علماوو شورا له مرستيال سره لېدلي.
ښاغلي خالد په نننۍ غونډه کې، چې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني په دوستي بدله شوه خوښي څرګنده کړه او په شرعي لحاظ يې د قتل په باره کې ولسونو ته معلومات ورکړل او له دوی څخه يې وغوښتل، چې خپل منځي شخړې هوارې او د ورورولۍ په فضا کې ژوند وکړي