د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ کې نیږدې ۷۷ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ کې نیږدې ۷۷ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.
15 اکتوبر 2023 یکشنبه
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکي وایي چې تېره اونۍ کې د حیرتان، آقینې، خواف-هرات او تور غونډۍ د اوسپنې پټلیو له لارې ۷۶۸۸۹ مټریک ټنه صادرات او واردات ترسره شوي دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې پخپله یوه تازه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې دې ادارې تیره یوه اونۍ کې (د تلې له ۱۴مې څخه تر ۲۰مې نیټې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۶۸۸۹ ) میټریک ټنه انتقالات ترسره کړي.
په دغه انتقالاتو کې ټولټال ۷۶۲۳۵ میټریک ټنه پکې واردات دي چې د اقیني بندر له لارې ۶۲۰۱۶ ټنه د حیرتان بندر له لارې ۲۸۹۸ ټنه، تورغونډۍ بندر له لارې ۹۹۲۰ ټنه او خواف- هرات له لارې ۲۱۵۵ ټنه راغلي.
اړوند موضوعات
همدا راز په دغه انتقالاتو کې تیره اونۍ ۶۵۴ ټنه صادرات او ټزانزیټ هم ترسره شوی.