متین بیګ: تېر نظام هغه وخت سقوط شو کله چې غني ولسمشر شو

0
294

متین بیګ: تېر نظام هغه وخت سقوط شو کله چې غني ولسمشر شو

د افغان ولسمشر اشرف غني د دفتر رئيس عبدالمتین بیګ په دې وروستیو کې له بي بي سي سره په خبرو کې له افغانستان سره د شوې پېښو لۀ امله بښنه وغوښته او ویې ویل چې د اشرف غني له ولسمشر کېدو وروسته نظام سقوط وکړ.

 

(2021 / 10 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغان ولسمشر اشرف غني د دفتر رئيس عبدالمتین بیګ په دې وروستیو کې له بي بي سي سره په خبرو کې له افغانستان سره د شوې پېښو لۀ امله بښنه وغوښته او ویې ویل چې د اشرف غني له ولسمشر کېدو وروسته نظام سقوط وکړ.

ښاغلي بیګ وویل: ” زه له دې فرصت څخه په استفادې له خپلو خلکو بښنه غواړم، له بده مرغه زه د یو افغان په توګه د دې کار برخه وم. ځکه چې ما خپل پلار له لاسه ورکړ. ما د خپلې کورنۍ او ټولنې ډیری غړي له لاسه ورکړل. ما د افغانستان په اړه د یو متحد په توګه فکر کاوه او د دې لپاره مې کار کاوه. له بده مرغه نن زه فکر کوم چې له ما او زما لۀ هېواد سره ستر خیانت شوی، زۀ لۀ ټولو افغانانو بښنه غواړم چې زما پۀ غوښتنه يې غني ته کمپاین او رایه ورکړه.” که تېر ته وګورو نو وینو چې نظام هغه وخت سقوط شو چې غني ولسمشر شو.

اړوند موضوعات: 

اجمل احمدي: غني سر تمبه او د څو فاسدو چارواکو پۀ انحصار کې راګیر شخص ؤ

نوموړي وویل: ” زه ډیره بخښنه غواړم چې ما د یو داسې چا لپاره کمپاین وکړ چې ما فکر کاوۀ چې موږ ژغورلی شي. ما فکر کاوه چې هغه یو هوښیار سړی دی. خو موږ خپل نسل له لاسه ورکړ. موږ امید له لاسه ورکړ. او زه فکر کوم چې اوس تېر ته وګورو، موږ افغانستان له لاسه ورکړ کله چې هغه په ​​2014 کې ولسمشر شو؛ موږ هر څۀ وبایلل”.

د سیاسیونو د مقاومت پۀ اړه د پوښتنې ځواب کې نوموړي وویل چې د مقاومت وخت تللی او اوس هغوی هېڅ هم نشي کولی.

 

نوموړي همدا راز وویل چې:  “زه انتظار کوم، موږ طالبانو ته فرصت ورکوو چې وګورو چې دوی څنګه هیواد چلوي. زموږ جګړه باید د دوی لپاره عذر نه وي. موږ نه غواړو چې د تاوتریخوالي لړۍ همداسې دوام وکړي. زموږ لپاره هرڅه پای ته نه دي رسیدلي. دا ممکن د هغو کسانو لپاره پای ته ورسیږي چې هیواد یې پریښی او د ناکامۍ لامل شوي دي. ” .

دا زموږ لپاره پای ندی، دی وايي په دې کې شک نشته چې یوه ورځ به بېرته افغانستان ته راستون شي.

 

Leave a reply