اجمل احمدي: غني سر تمبه او د څو فاسدو چارواکو پۀ انحصار کې راګیر شخص ؤ

0
162

اجمل احمدي: غني سر تمبه او د څو فاسدو چارواکو پۀ انحصار کې راګیر شخص ؤ

د افغانستان بانک پخوانيرئیس اجمل احمدي یو ځل بیا پۀ یوه تازه خپره کړې لیکنه کې د تېر نظام د سقوط او پاشل کېدو سبب پخوانی ولسمشر اشرف غني ګڼلی دی.

 

 

(2021 / 10 / 12  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د افغانستان بانک پخوانيرئیس اجمل احمدي یو ځل بیا پۀ یوه تازه خپره کړې لیکنه کې د تېر نظام د سقوط او پاشل کېدو سبب پخوانی ولسمشر اشرف غني ګڼلی دی.

نومووي پۀ دغې لیکنه کې پر غني تور پورې کړی چې ” غني سر تمبه ؤ ، غني له حالاتو نا خبره ؤ او یوې فاسدې کړۍ پۀ تیارو کې را ایسار کړی ؤ”.

نوموړي د تېر نظام د سقوط ټوله پړه پر پخواني ولسمشر اشرف غني اچولې او د نوموړي ناسم مدیریت، له حالاتو ناخبروالی او د غلطو خلکو ملګرتیا ئې د دې لامل ګڼلې چې نظام سقوط وکړي.

که څه هم اجمل احمدي د کوم چارواکي نوم ندی اخستی؛ خو ویلي ئې دی چې پخوانی ولسمشر غني د څو مفسدو چارواکو پۀ انحصار کې ؤ، له حالاتو ناخبر ساتل شوی ؤ؛ ځکه خو نظام سقوط وکړ.

تر دې وړاندې هم پر پخواني ولسمشر ورته نیوکې وې، چې غني د دې پر ځای چې ولس ته مراجعه وکړي، ارګ کې دننه ئې مثلث جوړ کړی دی .

د ځینو خلکو تحلیل داسې ؤ چې د ارګ مثلث د امنیت شورا لۀ پخواني رئیس حمدالله محب، د چارو د ادارې لۀ پخواني رئیس محمود فضلي او لومړي معاون امرالله صالح څخه جوړ دی.

اجمل احمدي د تېر نظام د سقوط پر مهال هم د نظام د سقوط لامل محمد اشرف غني ګڼلی ؤ.

د یادونې وړ ده چې اجمل احمدي د پخواني ولسمشر اشرف غني له نیږدې کسانو څخه شمېرل کېدۀ.

 

Leave a reply