د اسلامي امارت مشرانو د خوراک نړیوالې ادارې ته باور ورکړې

0
208

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت مشرانو او اړوند ادارو مشرانو د خوراک نړیوالۍ ادراې د افغانستان لپاره نمایندګانو د ډاډ ورکړې چې دوی سره به په افغانستان کښې د بشري مرستو په رسولو کښې پوره پوره مرسته وکړي.

د اسلامی امارت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخوندزاده په افغانستان کښې د نړیوال د خوراک اداري مشرې میري ایلن سره په یو ملاقات کښې دې د نړیوالې ادارې مشن او مشرانو ته د اسلامی امارت له خوا د همکارۍ ډاډ ورکړې دې.
د اسلامی امارت مشرانو دوی ته ډاډ ورکړو چې په افغانستان کښې به د بشري مرستو په رسولو کښې دوی لپاره اسانتیاوې پیدا کړي چې د ژمې راتلو سره بشري مرستې افغانانو ته ورسوي او د افغان اولس ستونزې په کمولو کښې رول ولوبوي.
یاده دې وی چې څو ورځې وړاندې د ملګری ملتونو سازمان خبردارۍ ورکړې وو چې په افغانستان کښې د لوږي نه خلق مړه کیږي او په دې کښې ماشومان د ټولو نه بد متاثره دي.
دا خبره هم د یادونې وړ ده چې د ژمې د راتلو سره په افغانستان کښې د افغان اولس ستونزې نورې هم زیاتې شوي دي او هم دې لپاره د پاکستان وزرات خارجه نه داسې بیان جاري شوې وو چې د افغانستان کنګل شوي روپې دې بحال او خلاصې شي چې ددې ملک د اوسیدونکو په خیر ښیګړه او د افغانستان اقتصاد ته د وده ورکولو په وسیلو ولګول شي.

Leave a reply