د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر د بهرنیو هېوادونو لۀ ۱۴ سفیرانو او استازو سره کتلي دي 

0
78

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر د بهرنیو هېوادونو لۀ ۱۴ سفیرانو او استازو سره کتلي دي 

متقي له نړيوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان له ۴۰ کاله وروسته يو حاکم نظام لري، نو پکار ده چې نړيواله ټولنه په ګډه د امريکا له متحده ايالتونو څخه وغواړي چې ‏د افغانستان د خلکو پر ملي شتمنۍ بنديزونه لرې کړي.

 

(2021 / 10 / 28   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي او مل پلاوي په دوحه کې د افغانستان لپاره د ۱۴ هېوادونو له سفيرانو او ځانګړو استازيو سره لیدلي.

متقي له نړيوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان له ۴۰ کاله وروسته يو حاکم نظام لري، نو پکار ده چې نړيواله ټولنه په ګډه د امريکا له متحده ايالتونو څخه وغواړي چې ‏د افغانستان د خلکو پر ملي شتمنۍ بنديزونه لرې کړي.

اړوند موضوعات: 

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې نړۍ سره مو اړیکې ورځ تر بلې پر ښۀ کېدو دي 

د بهرنيو چارو وزير ويلي، د افغانستان نوی حکومت د يوه مسوول حکومت په توګه يې ټول هغه شرطونه پوره کړي چې بايد په رسميت وپېژندل شي.‏

د هیوادونو استازو د افغان پلاوي له څرګندونو څخه اطمينان او خوښي څرګنده کړې. دواړو لوریو د دا ډول غونډو په دوام ټینګار کړی دی.

د یادونې وړ ده چې که څۀ هم د ا.ا.ا تر اوسه هېڅ کوم هېواد پر رسمیت ندی پېژندلی؛ خو پۀ دې وروستیو کې د ا.ا.ا اړیکې لۀ نړیوالې ټولنې سره تر پخوا ښې شوې دي.

 

 

Leave a reply