اسلامي امارت په عراق کې د اورلګیدنې له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه تسلیت او غمشریکي ښودلې.
اسلامي امارت په عراق کې د اورلګیدنې له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه تسلیت او غمشریکي ښودلې.
28 سپتمبر پنجشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د عراق جمهوريت په حمدانيه ښار کې د اور لګېدنې د پېښې په تړاو د عراق له دولت او ولس سره خپله خواشيني او خواخوږي څرګندوي.
یاده اعلامیه کې راغلي چې اسلامي امارت په یاده پیښه کې مړو ته د الله جل جلاله له دربار نه د جنت او زخميانو ته د عاجلې شفا غوښتنه کوي.
یاده دې وي چې تیره ورځ د عراق د نینوا ولسوالۍ په حمدانیه ښار کې کې په یوه واده کې اورلګېدنه رامنځته شوه، چې زیات ځاني تلفات یې اړولي.
اړوند موضوعات
اسلامي امارت په لیبیا کې د طوفان له امله په رامنځته شوې مرګ ژوبلې او ورانۍ ژوره خواشیني ښودلې.
خبر زیاتوي چې په یاده پیښه کې تر اوسه ۱۱۴ کسان شهیدان شوي او تمه ده چې د مړو شمېر نور هم زیات شي.