اسلامي امارت په لیبیا کې د طوفان له امله په رامنځته شوې مرګ ژوبلې او ورانۍ ژوره خواشیني ښودلې.
اسلامي امارت په لیبیا کې د طوفان له امله په رامنځته شوې مرګ ژوبلې او ورانۍ ژوره خواشیني ښودلې.
14 سپتمبر پنجشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې په لیبیا کې د طوفان او سختو بارانونو له امله چې په پایله کې یې زرګونه کسان مړه، ژوبل او لادرکه شوي دي، په ژورې خواشینۍ سره خبر تر لاسه کړ.
د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت په دې غمجنه پیښه کې د لیبیا حکومت او شریفو خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي، او د لوی څښتن تعالی د دربار څخه د دغې غمجنې پیښې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوي.
همدارنګه ددی بدی پېښی د ژوندي پاتې شویو لپاره د زغم او جمیل صبر استدعا کوي.
اړوند موضوعات
اسلامي امارت په مراکش هیواد کې د رامنځته شوې زلزلې او ویجاړیو په اړه ژوره خواشیني ښودلې.
په دې سختو شېبو کې د افغانستان اسلامي امارت هیله څرګندوي چې د لیبیا دولت او ولس په ګډو هڅو، سیمه اییزې او نړیوالې همغږۍ او پیوستون سره به وکولای شي چې دغه مشکلات له منځه یوسي او د بیارغونې او د قربانیانو د وضعیت د ښه والي لپاره به ژر تر ژره لاس په کار شي.