اسلامي امارت په مراکش هیواد کې د رامنځته شوې زلزلې او ویجاړیو په اړه ژوره خواشیني ښودلې.

0
200

اسلامي امارت په مراکش هیواد کې د رامنځته شوې زلزلې او ویجاړیو په اړه ژوره خواشیني ښودلې.

09 سپتمبر شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اسلامي امارت په ژورې خواشینۍ سره د مراکش په هیواد کې د زلزلې په اړه خبر ترلاسه کړ.

 

د افغانستان اسلامي امارت په دې غمجنه پیښه کې د مراکش حکومت او شریفو خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي. له الله تعالی څخه د دغه دردونکې پيښې شهيدانو ته جنت او زخميانو ته عاجله شفا غواړي.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت د نړیوال بانک د هغه راپور چې د افغانستان د مثبت اقتصاد په اړه نشر شوی هر کلی کړی.

 

 

په دې سختو شېبو کې د افغانستان اسلامي امارت هیله څرګندوي چې په ګډو هڅو او نړیوال پیوستون او ګډون سره به ژغورنکي ډلي په دې وتوانیږي چې دغه مشکلات له منځه یوسي او د ټپیانو د حالت د ښه والي او همدا ډول د بیارغونې لپاره به ژر تر ژره لاس په کار شي.

Leave a reply