د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال سره کتلي او خبرې اترې یې کړي.
د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال سره کتلي او خبرې اترې یې کړي.
09 سپتمبر شنبه 2023
د افغانستان د پوهنې وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پنجشنبې په ورځ د یاد وزارت سرپرست وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال سره کتلي او خبرې اترې یې کړي.
یاده لیدنه چې د کابل سرینا هوټل په مېلمستون کې جوړه شوې وه؛ د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا او د یاد وزارت د سرچینو او ادارې معین مولوي صبغت الله وصیل سربېره یو شمېر علماوو هم ګډون درلود.
په پيل کې د پوهنې وزرات سرپرست د اسلامي همکاریو سازمان د مرستیال دوکتور قطب محمد سانو او پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د علماوو کرامو تګ راتګ یې د اسلامي هېوادونو ترمنځ خورا مهم وباله.
ورپسې د سرچینو او ادارې معین په خپلو خبرو کې وویل، چې په اسلام کې مشوره او نظر شریکول یو اصل دی او د نظرونو تبادله، وړاندیزونه او مشورې ډېرې مهمې دي چې موږ او تاسو یې باید یو له بله سره شریکې کړو.
د نوموړي په وینا؛ په افغانستان کې ډېر پرمختګونه شوي او اسلامي امارت کوښښ کوي، چې په نورو برخو کې هم لا زیاتې آسانتياوې خپل ولس ته برابرې کړي.
په ورته مهال د اسلامي همکاریو سازمان د پلاوي مشر په تفصیل سره خبرې وکړې او په بېلا بېلو برخو کې یې د اسلامي امارت لاسته راوړنې او هلې ځلې وستایلې .
نوموړي له خپل لوري د پوهنې وزارت سره د ښوونیزو آسانتیاوو برابرولو په برخه کې د همکاریو ژمنه وکړه.
اړوند موضوعات
د پوهنې وزارت سرپرست د میدان وردګ جلریز ولسوالۍ له ولسي مشرانو او ښوونکو سره کتلي.
همدارنګه په یاده غونډه کې راغلو علماوو کرامو په خپل نوبت سره په افغانستان کې د رامنځته شوي امنیت او نورو پرمختګونو په تړاو نظرونه شریک کړل.