د ګلګت بلتستان په 13 اسټر ون سيټ د پولنګ عمل شروع شوے دے۔

0
179

باغي ټي وي رپورټ

جی بی ایل اے 13 استور ون کښې د رجسټرډ ووټرانو شمیره 33 زره 378 ده په داسې حال کښې چې د ووټ اچولو لپاره ټول 56 پولنګ سټیشنونه جوړ کړی شوی دی.

د جي بي ايل اے 13 استور ون دغه څوکۍ د پي ټي آئي پخوانې وزيراعلي خالد خورشيد د جعلي درجې کيس کښې د نااهله کولو وروستو خالي شوې وه۔

د نااهل شوي وزيراعلي پلار خورشيد خان ته د پي ټي آئي لخوا ټکټ ورکړے شوے دے چې پکښې د مسلم ليګ ن رانا فرمان علي او د پيپلز پارټۍ عبدالحميد خان مهم کانديدان دي.

د دې نه علاوه د جے یو آئی مولانا عنایت الله په شمول ټول لس امیدواران په میدان کښې دي.

د رای ورکولو بهیر به د سهار له ۸ بجو څخه د مازیګر تر پنځو بجو دوام وکړي.

Leave a reply