د ا.ا.ا د اقتصاد وزیر د ناروې لۀ سفیر سره لیدلي دي

0
205

د ا.ا.ا د اقتصاد وزیر د ناروې لۀ سفیر سره لیدلي دي

دواړو لورو ټینګار کړی دی چې په خپلو کې به د اړیکو د پراختیا او بشري مرستو لپاره همکارۍ ډېروي.

ناروې ویلي چې له افغانستان سره بشري مرستو ته ادامه ورکوي او همدا راز ټینګار کوي د اقتصادي مسایلو په برخه کې هم له افغانستان سره همکار دي.

 

(2021 /  10 /  27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ناروې له افغانستان سره د بشري مرستو ژمنه کړې ده، د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د اقتصاد سرپرست وزیر دین محمد حنیف د ناروې له سفیر سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او نورو اړوندو مسایلو خبرې شوې دي.

اړوند موضوعات: 

ناروې ویلي چې لۀ افغانستان سره بشر دوستانه مرستو ته دوام ورکوو 

دواړو لورو ټینګار کړی دی چې په خپلو کې به د اړیکو د پراختیا او بشري مرستو لپاره همکارۍ ډېروي.

ناروې ویلي چې له افغانستان سره بشري مرستو ته ادامه ورکوي او همدا راز ټینګار کوي د اقتصادي مسایلو په برخه کې هم له افغانستان سره همکار دي.

پۀ دې وروستیو کې اروپايي ملکونو لکه: ناروې، جرمني، اتریش او ځینو نورو د ا.ا.ا لیدنې ډیرې کړي او د ښو اړیکو غوښتنه ئې کړې ده.

د یادونې ده چې تازه اروپایي ټولنې پرېکړه کړې چې یو ځل بیا افغانستان کې خپل دفتر بېرته پرانیزي.

 

Leave a reply